ads

د مشرانو جرګې پلاوى ايران ته لاړ

د مشرانو جرګې د رئيس فضل الهادي مسلميار په مشرۍ د دې جرګې ۲۰ كسيز پلاوى د ايران د اسلامي شورا د مجلس د رئيس علي لاريجاني په رسمي بلنې نن تهران ته لاړ. د مشرانو جرګې د مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې له مخې، ياد پلاوى به ايران ته د خپل سفر په مهال د […]

نویسنده: hewadpal
12 زمری 1398
د مشرانو جرګې پلاوى ايران ته لاړ

د مشرانو جرګې د رئيس فضل الهادي مسلميار په مشرۍ د دې جرګې ۲۰ كسيز پلاوى د ايران د اسلامي شورا د مجلس د رئيس علي لاريجاني په رسمي بلنې نن تهران ته لاړ.
د مشرانو جرګې د مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې له مخې، ياد پلاوى به ايران ته د خپل سفر په مهال د دغه هېواد له جمهور رئيس حسن روحاني، مذهبي مشر ايت الله علي خامنه يي، د اسلامي شورا د مجلس له رئيس علي لاريجاني، د بهرنيو چارو له وزير محمد جواد ظريف، قاضي القضات او يو شمېر نورو لوړپوړو چارواكو سره وګوري.
په خبرپاڼه كې ويل شوي، د مشرانو جرګې پلاوى به له ايراني چارواكو سره د پارلماني اړيکو پر پياوړتيا، د افغانستان د سولې په پروسه کې د ګاونډيو هېوادونو پر رول، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو اړيكو پر پراختيا، د افغان كډوالو پر ستونزو، د اسلامي هېوادونو ترمنځ د اړيکو پر غښتلتيا، د سيمې او نړۍ پر وروستيو بدلونونو او ځينو نورو مهمو موضوعاتو وغږېږي.
دا پلاوى به د راتلونكې سې شنبې په ورځ بېرته هېواد ته راستون شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA