ads

د شپږيزې کرکټ ليګ د شپږم پړاو لپاره لوبغاړي وپېرل شول

د افغانستان په کرکټ بورډ کې د شپږيزې کرکټ ليګ د شپږم پړاو لپاره د لوبغاړو د پېرلو مراسم تېره شپه ترسره شول. په دې مراسمو كې په پنځو بېلابېلو کټګوريو کې هرې لوبډلې ۱۶ لوبغاړي واخيستل، چې يو لوبغاړى يې له تېرې دورې له ځان سره ساتلى و او همدارنګه يې دوه لوبغاړي په […]

نویسنده: hewadpal
12 زمری 1398
د شپږيزې کرکټ ليګ د شپږم پړاو لپاره لوبغاړي وپېرل شول

د افغانستان په کرکټ بورډ کې د شپږيزې کرکټ ليګ د شپږم پړاو لپاره د لوبغاړو د پېرلو مراسم تېره شپه ترسره شول.
په دې مراسمو كې په پنځو بېلابېلو کټګوريو کې هرې لوبډلې ۱۶ لوبغاړي واخيستل، چې يو لوبغاړى يې له تېرې دورې له ځان سره ساتلى و او همدارنګه يې دوه لوبغاړي په ايمرجينګ لوبغاړو کې په خپله خوښه غوره کړل، چې په مجموع کې ۱۹ لوبغاړي کېږي.
د يادونې وړ ده، چې د شپږيزې كركټ ليګ د شپږم پړاو لوبې به د شپږو لوبډلو ترمنځ د کابل په نړيوال کرکټ لوبغالي کې د روان ميلادي کال د سپټمبر مياشتې په ۲۶مه نېټه پيل شي او د اکټوبر مياشتې تر اوومې نېټې به دوام ولري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA