ads

د امريكا او طالبانو استازو بېرته خپلمنځي خبرې پيل كړې

د امريكا او طالبانو استازو نن د قطر په پايتخت دوحه كې خپلمنځي خبرې بېرته پيل كړې. طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، د دوحې په وخت نن سهار ۱۰ بجې د طالبانو د استازو او امريكايي مركچي پلاوي ترمنځ د مذاكراتو لړۍ بېرته پيل شوه. بلخوا د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د […]

نویسنده: hewadpal
12 زمری 1398
د امريكا او طالبانو استازو بېرته خپلمنځي خبرې پيل كړې

د امريكا او طالبانو استازو نن د قطر په پايتخت دوحه كې خپلمنځي خبرې بېرته پيل كړې.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، د دوحې په وخت نن سهار ۱۰ بجې د طالبانو د استازو او امريكايي مركچي پلاوي ترمنځ د مذاكراتو لړۍ بېرته پيل شوه.
بلخوا د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد پر خپله ټويټر پاڼه ليكلي، دوى د سولې د يوې هوكړې په لټه كې دي، نه د وتلو د هوكړه ليك او د سولې د هغې هوكړې، چې د وتلو امكان برابروي.
هغه ويلي، په افغانستان كې د امريكا حضور د شرايطو پر بنسټ دى او له افغانستانه وتل به هم د شرايطو په پام كې نيولو سره ترسره كېږي.
خليلزاد زياته كړې، طالبان د هوكړه ليك لاسليكولو ته چمتو دي او واشنګټن له طالبانو سره د يوې ښې هوكړې په لټه كې دى.
دا په داسې حال كې ده، چې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپل تازه راپور كې د ځينو امريكايي چارواكو له قوله ويلي، د طالبانو او امريكا ترمنځ د كېدونكې هوكړې له مخې به متحد ايالتونه خپل شاوخوا شپږ زره سرتېري له افغانستانه وباسي او په بدل كې يې له طالبانو غوښتل کېږي، چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې پيل کړي، اوربند وکړي او له القاعده شبكې سره خپلې اړيکې پرې کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA