ads

امريكا پر روسيې نوي بنديزونه ولګول

امريكا پر روسيې، چې پر يوه پخواني روسي جاسوس سرګي سكريپال په زهري بريد تورنه ده، د جمعې په ورځ نوي بنديزونه ولګول. پر سكريپال او لور يې يوليا په ۲۰۱۸م ميلادي كال كې په بريتانيا كې د زهري موادو بريد وشو، چې وروسته دواړه په ډېر ناوړه حالت كې روغتون ته ولېږدول او له […]

نویسنده: hewadpal
12 زمری 1398
امريكا پر روسيې نوي بنديزونه ولګول

امريكا پر روسيې، چې پر يوه پخواني روسي جاسوس سرګي سكريپال په زهري بريد تورنه ده، د جمعې په ورځ نوي بنديزونه ولګول.
پر سكريپال او لور يې يوليا په ۲۰۱۸م ميلادي كال كې په بريتانيا كې د زهري موادو بريد وشو، چې وروسته دواړه په ډېر ناوړه حالت كې روغتون ته ولېږدول او له مرګه وژغورل شول.
د همدې قضيې په تړاو د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ تېره ورځ يو فرمان لاسليك كړ، چې پر بنسټ يې پر روسيې نوي بنديزونه ولګېدل.
ټرمپ وويل، دا بنديزونه د كيمياوي او بيولوژيكي وسلو د له منځه وړلو او كنټرول قانون له مخې پر روسيې ولګول شول.
روسيې د دغو بنديزونو په غبرګون كې ويلي، امريكا به له خپل دې اقدامه پښېمانه شي او دا كار به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيكې زيانمنې كړي.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال سرګي ريابكوف وايي، د واشنګټن دغه اقدام د امريكا د جمهوري رياست له راتلونكو ټاكنو سره تړاو لري او دى يې حيران كړى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA