د افغانستان د ۱۶ كلنو تنكيو ځوانانو د فوټبال ملي لوبډلې د مركزي اسيا د فوټبال په سياليو كې د اوو نومرو په ترلاسه كولو څلورم مقام خپل كړ.
افغان لوبډلې خپله وروستۍ لوبه تېره شپه د كوربه هېواد تاجكستان له لوبډلې سره ترسره كړه، خو په ۱-۰ پايلې سره يې وبايلله.
افغانستان په دې سياليو كې پنځه لوبې وکړې، ايران او ترکمنستان ته يې ماتې ورکړې، له تاجکستان او ازبکستان څخه يې ماتې وخوړلې او له قرغزستان سره يې لوبه مساوي پاى ته ورسوله.
د مرکزي اسيا د ۱۶ كلنو تنكيو ځوانانو د فوټبال په سياليو كې د افغانستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قرغزستان او ايران لوبډلو ګډون درلود.
د دغو سياليو اتلولي تاجكستان وګټله او ۱۳ نومرې يې ترلاسه كړې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ