په كندهار كې د هوايي بريدونو له كبله د يوه قوماندان په ګډون ۲۴ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د دې ولايت د رسنيو له دفتره کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ارغستان ولسوالۍ په سندرزو سيمه کې د هوايي بريدونو په مهال د يوه قوماندان په ګډون، چې په السيف مشهور و، ۲۴ طالبان ووژل شول.
د خبرپاڼې له مخې، دغه هوايي بريدونه د هېواد د هوايي ځواک د دقيقو کورديناتو او کره راپور پر بنسټ ترسره شوي دي.
د سرچينې په خبره، په يادو هوايي عملياتو كې د طالبانو څو عرادې وسايط هم له منځه وړل شوي او ملكي وګړو ته په كې زيان نه دى اوښتى.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


