ads

قريشي: په افغانستان كې د تلپاتې سولې د ټينګښت لپاره بين الافغاني مذاكرات مهم دي

د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد تېره ورځ په اسلام اباد كې د پاكستان له لومړي وزير عمران خان او د دغه هېواد د بهرنيو چارو له وزير شاه محمود قريشي سره ليدلي او له طالبانو سره د سولې مذاكراتو په تړاو ورسره غږېدلى دى. قريشي […]

نویسنده: hewadpal
11 زمری 1398
قريشي: په افغانستان كې د تلپاتې سولې د ټينګښت لپاره بين الافغاني مذاكرات مهم دي

د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد تېره ورځ په اسلام اباد كې د پاكستان له لومړي وزير عمران خان او د دغه هېواد د بهرنيو چارو له وزير شاه محمود قريشي سره ليدلي او له طالبانو سره د سولې مذاكراتو په تړاو ورسره غږېدلى دى.
قريشي په دې ليدنه په افغانستان كې د تلپاتې سولې د ټينګښت لپاره بين الافغاني مذاكرات مهم بللي دي.
د پاكستان د بهرنيو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، خليلزاد د قطر د تېرې غونډې په اړه هم خبرې وكړې.
په همدې حال كې قريشي پر خپله ټويټر پاڼه ليكلي، چې ده له خليلزاد سره ګټوره ليدنه درلوده او پاكستان په افغان سولې بهير كې هر ډول همكارۍ ته چمتو دى.
د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي د تېرې چهار شنبې په ورځ پر خپله ټويټر پاڼه وليكل، چې دى له طالبانو سره د خبرو لپاره قطر ته ځي، خو له دې وړاندې به پاكستان ته سفر وكړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA