شمالي كوريا نن دوه لنډ واټن ويشتونكي توغندي وازمايل.
د امريكا او جنوبي كوريا چارواكي وايي، دا په څه باندې يوه اونۍ كې درېيم ځل دى، چې شمالي كوريا توغندي توغوي.
د جنوبي كوريا د چارواكو وينا، دغه توغندي هم د شمالي كوريا د تېرو توغنديو په څېر له ختيځه د سمندر لور ته توغول شوي دي.
د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ هڅه كوي، چې له شمالي كوريا سره د غيرې اټومي كولو خبرې بېرته پيل كړي.
بريتانيا، فرانسې او جرمني هم پرون د ملګرو ملتونو د امنيت شورا تر غونډې وروسته، چې د تړلو دروازو تر شا ترسره شوه، په يوه ګډه اعلاميه كې له شمالي كوريا وغوښتل، چې له متحدو ايالتونو سره معنا لرونكې خبرې پيل كړي.


