د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ كې نن سهار چاودنې دوه ماشومان ټپيان کړي دي.
د دغه ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، دا چاودنه د مارکو بازار په مرکزي جومات کې شوې ده.
د هغه په وينا، چاودېدونکي توکي د اوداسه په ځاى کې ځاى پر ځاى شوي وو.
خوږياڼي د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله.
د يادې چاودنې مسووليت تراوسه چا نه دى منلى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


