ads

د طالبانو او امريكا ترمنځ د هوكړې له مخې له افغانستانه زرګونه امريكايي سرتېري ايستل كېږي

د طالبانو او امريكا ترمنځ د كېدونكې هوكړې له مخې به واشنګټن خپل شاوخوا شپږ زره سرتېري له افغانستانه وباسي. واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د ځينو امريكايي چارواكو له قوله ويلي، د ياد شمېر سرتېرو د ايستلو په بدل کې له طالبانو غوښتل کېږي، چې د يوه پراخ سياسي جوړجاړي لپاره له افغان حکومت سره مخامخ […]

نویسنده: hewadpal
11 زمری 1398
د طالبانو او امريكا ترمنځ د هوكړې له مخې له افغانستانه زرګونه امريكايي سرتېري ايستل كېږي

د طالبانو او امريكا ترمنځ د كېدونكې هوكړې له مخې به واشنګټن خپل شاوخوا شپږ زره سرتېري له افغانستانه وباسي.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د ځينو امريكايي چارواكو له قوله ويلي، د ياد شمېر سرتېرو د ايستلو په بدل کې له طالبانو غوښتل کېږي، چې د يوه پراخ سياسي جوړجاړي لپاره له افغان حکومت سره مخامخ خبرې پيل کړي، اوربند وکړي او له القاعده شبكې سره خپلې اړيکې پرې کړي.
د يادې ورځپاڼې په راپور كې راغلي، امريکايي چارواکي د افغانستان د جمهوري رياست تر ټاكنو وړاندې د يوې هوکړې تمه لري، خو خبردارى ورکوي، چې کېداى شي طالب مشران په وروستۍ پرېکړه کې خنډ راولي او ځينې نور ګواښونه هم شته، چې لا هم پر ځاى دي.
ټاکل شوې په راتلونكو څو ورځو کې د طالبانو او امريکايانو ترمنځ په قطر کې د سولې هوكړه لاسليک او ورپسې د ناروې په اوسلو کې بين الافغاني خبرې پيل شي.
د يادولو ده، چې اوسمهال ۱۴ زره امريكايي سرتېري د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت په چوكاټ كې په افغانستان كې مېشت او افغان ځواكونو ته پر مشورې وركولو بوخت دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA