ads

جمهور رئيس غني د ملي شورا د كار د دوام غوښتنه كړې

جمهور رئيس محمد اشرف غني د يوه فرمان په خپرولو سره له ملي شورا غوښتي، چې د ۱۳۹۸يم مالي كال د منځنۍ بوديجې تر تصويبولو خپلو غونډو ته دوام وركړي. په دغه فرمان کې د ماليې او د پارلمان په چارو کې د دولت وزارتونو ته لارښوونه شوې، چې ياده بوديجه دې د مراحلو د […]

نویسنده: hewadpal
11 زمری 1398
جمهور رئيس غني د ملي شورا د كار د دوام غوښتنه كړې

جمهور رئيس محمد اشرف غني د يوه فرمان په خپرولو سره له ملي شورا غوښتي، چې د ۱۳۹۸يم مالي كال د منځنۍ بوديجې تر تصويبولو خپلو غونډو ته دوام وركړي.
په دغه فرمان کې د ماليې او د پارلمان په چارو کې د دولت وزارتونو ته لارښوونه شوې، چې ياده بوديجه دې د مراحلو د طى كولو لپاره ملي شورا ته وړاندې كړي.
دا په داسې حال كې ده، چې د ۱۳۹۸يم مالي كال د منځنۍ بوديجې طرحه د ولسي جرګې د تېرې چهار شنبې ورځې په غونډه كې د ډېرى وكيلانو د نه قناعت له كبله رد شوه.
بلخوا د ماليې وزارت وياند شمروز خان مسجدي وايي، د بوديجې د رد په تړاو ورسره وکيلانو دلايل نه دي شريک کړي، خو که اختلافي موارد ورته په ګوته کړای شي، دوی به پرې کار وکړي او بيا به يې ولسي جرګې ته راجع کړي.
د يادونې وړ ده، چې د قانون پر بنسټ د ملي شورا غړي د زمري له لومړۍ د وږي مياشتې تر ۱۵مې نېټې د اوړي رخصتي كوي، خو د جمهور رئيس غني د فرمان له مخې بايد د يادې بوديجې تر تصويبه خپلو غونډو ته دوام وركړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA