ads

ايران د افغانانو په رهبرۍ او مالكيت د سولې له مذاكراتو ملاتړ وكړ

د افغانستان لپاره د ايران ځانګړى استازى محمد ابراهيم طاهريان وايي، تهران د افغانانو په رهبرۍ او مالكيت په افغانستان كې د ثبات د ټينګېدو او سولې مذاكراتو او همدارنګه د رڼو او باوري ټاكنو د ترسره كېدو ملاتړ كوي. نوموړي دا خبره د ملي يووالي حكومت له اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله سره د ليدنې […]

نویسنده: hewadpal
11 زمری 1398
ايران د افغانانو په رهبرۍ او مالكيت د سولې له مذاكراتو ملاتړ وكړ

د افغانستان لپاره د ايران ځانګړى استازى محمد ابراهيم طاهريان وايي، تهران د افغانانو په رهبرۍ او مالكيت په افغانستان كې د ثبات د ټينګېدو او سولې مذاكراتو او همدارنګه د رڼو او باوري ټاكنو د ترسره كېدو ملاتړ كوي.
نوموړي دا خبره د ملي يووالي حكومت له اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله سره د ليدنې په مهال وكړه.
د اجرائيه رياست د خبرپاڼې پر بنسټ، طاهريان او عبدالله د پنجشنبې په ورځ له غرمې وروسته په سپېدار ماڼۍ كې سره وليدل.
دا په داسې حال كې ده، چې مخكېني جمهور رئيس حامد كرزي پرون په يوه خبري غونډه كې د افغان حكومت او طالبانو ترمنځ د سولې په مذاكراتو كې د ايران پر ونډې ټينګار وكړ او ويې ويل، ايران بايد د نورو ګاونډيو هېوادونو په څېر په دغو مذاكراتو كې دخيل واوسي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA