ads

په خوست کې د پیل شوو فوټبال لوبو لړۍ د غزني لوبډلې وګټله

په خوست کې د شپږو ولايتونو ترمنځ د فوټبال پيل شوې سيالۍ د غزني لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسيدې. دغه سيالۍ، چې د خوست فوټبال په ملي لوبغالي کې پر خوست سربېره د پکتيا، پکتيکا، غزني، لوګر او د ميدان وردګ ولايت د فوټبال لوبډلو ترمنځ ترسره شوې، پنځه ورځې يې دوام وکړ. د […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
10 زمری 1398
په خوست کې د پیل شوو فوټبال لوبو لړۍ د غزني لوبډلې وګټله
په خوست د فوټبال لوبو لړۍ

په خوست کې د شپږو ولايتونو ترمنځ د فوټبال پيل شوې سيالۍ د غزني لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسيدې.
دغه سيالۍ، چې د خوست فوټبال په ملي لوبغالي کې پر خوست سربېره د پکتيا، پکتيکا، غزني، لوګر او د ميدان وردګ ولايت د فوټبال لوبډلو ترمنځ ترسره شوې، پنځه ورځې يې دوام وکړ.
د خوست د فوټبال فدراسيون مشر عبدالفتاح واکمن وایي د فوټبال له دغو سياليو څخه یې هدف په مرکز کابل کې د روشن غوره ليک په نوم د فوټبال کېدونکو سياليو ته د غوره لوبغاړو پيژندل وو.
پای لوبه د لوګر او غزني لوبډلو ترمنځ وشوه چې يو د صفر په وړاندې د غزني لوبډلې په بريا سره پای ته ورسيده.
د فوټبال دغو سياليو پای لوبې ته پر خوست سربېره د ځينو نورو ولايتونو سلګونه نندارچيان هم ورغلي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA