د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې عامه کتابتون چې د شاوخوا سل زره امریکايي ډالرو په لګښت جوړ شوی، فعالیت يي کمزوری او مراجعین يي د ګوتو په شمیېر دي.
زده کوونکي، محصلین او د مطالعي مینوال وايي په کتابتون کې د اوسني عصر کتابونو او انټرنیټ نشتون هغه څه دي چې خلک کتابتون ته مراجعه نه کوي.
د کتابتون مسولین هم مني چې د خلکو نه ورتګ د اړتیا وړ کتابونو او عصري ټکنالوجۍ نشتون دی، خو وايي هڅه کوي تر څو اسانتیاوې ډېري او د خلکو لېوالتیا ورته زیاته کړي.
د عصمت لله په نوم یو ځوان وايي، کتابتون ته له دې امله مراجعه نه کوي چې د ده د خوښي او اړتیا وړ کتابونه او مواد پکي شتون نه لري.
هغه وايي که غواړي کوم اړین معلومات پر خپل وخت تر لاسه کړي، په دې کتابتون کې يي نه شي پیدا کولای ، اړ دی چې نورو ځایونو او کتابتونونو ته مراجعه وکړي.
د پکتیکا پوهنتون محصیل محمد رحیم کلید ته وویل، د نورو ولایتونو په څېر په دې کتابتون کې مناسب معلوماتي کتابونه نشته او نه هم انټرنیټ او نورې اسانتیاوې لري.
هغه وايي، دې کتابتون زده کوونکو ، محصلینو او د کتاب او مطالعې مینوالو ته کومې ځانګړې اسانتیاوې نه دي رامنځته کړې.
د ښرني عامه کتابتون مسول شامحمد وايي د خلکو د کمي لېوالتیا عمده لامل همدا دی چې په کتابتون کې د مینوالو د خوښي کتابونه نشته.
د پکتیکا ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس امان الله خپلواک وايي، کتابتون د مراجعینو پر مخ پرانیستی دی او په خبره يي زده کوونکي، محصلین او نور مینوال هر وخت د مطالعې لپاره ورته مراجعه کولای شي.
هغه په کتابتون کې د اوسني عصر کتابونو او انټرنیټي اسانتیاوو د نشتون په اړه وايي، ډېر ژر به هڅه وکړي او په دې برخه کې به له ټولو امکاناتو کار واخلي، تر څو د مراجعینو لېوالتیا کتابتون ته ډېره شي.
یاده دي وي چې په پکتیکا کې د یاد دولتي کتابتون تر څنګ په ښار کې څو نور کوچني کتابتونونه هم شته، خو څه ډول چې د خلکو اړتیا ده، همغسي کتابونه او نور امکانات پکي نشته.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


