د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د سولې او اسلامي عدالت ټاکنيز ټيم که څه هم په افغانستان کې د ټاکنو په ترسره کېدو شکمن دی؛ خو بيا یې هم په رسمي ډول خپل ټاکنيز کمپاينونه پيل کړل.
د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار د پنجشنبې په ورځ د خپل ټاکنیز کمپاين په لومړۍ غونډه کې وويل، په افغانستان کې د جمهوري رياست پر ټاکنو باور نه لري؛ خو له دې سره سره تر وروستيو شېبو پورې خپلو کمپاينونو ته دوام ورکوي.
حکمتيار د جمهوري رياست په ټاکنوکې پر درغليو اندېښمن دی او وايي حکومتي کړۍ د ټاکنيزو درغليو لپاره پراخه سازماندهي کړې ده.
ګلبدين حکمتيار په داسې حال د جمهوري رياست په ټاکنوکې پر سازماندهي شويو درغليو اندېښنه لري، چې د افغانستان مخکنی جمهور رييس حامد کرزی هم په اوسنيو شرايطوکې ټاکنې مناسبې نه ګڼي.
حامد کرزي د پنجشنبې په ورځ په يوې خبري ناسته کې ټينګار وکړ، په اوسنيو شرايطوکې ټاکنې د افغانستان په خير نه دي.
خو بل پلو د ټاکنو خپلواک کمېسيون بيا د افغانستان د جمهوري رياست د ټاکنو پر وخت ترسره کېدو ټينګار کوي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون وياند ذبيح الله سادات وايي، چې دغه کمېسيون د جمهوري رياست د ټاکنو لپاره بشپړه اراده لري.
د يادونې وړ ده چې د سولې او ټاکنو ترمنځ د افغانستان ورک برخليک په وروستيوکې د خلکو ترمنځ اندېښنې پيدا کړي دي. هغه سوله چې کلونه کېږي هېڅ څرک يې معلوم نه دی.


