ads

د القاعدې ډلې د پخواني مشر اسامه بن لادن زوی مړ شوی

د امریکا د استخباراتو ادارې تازه ویلي چې د القاعده ډلې د پخواني مشر اسامه بن لادن مړ شوی، خو د مړینې علت او نېټه یې نه ده ښودلې. د امریکا حکومت په تېره فبرورۍ میاشت کې هغه چا ته د یو میلیون ډالرو جایزې اعلان وکړ، چې د حمزه بن لادن د ځای په […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
10 زمری 1398
د القاعدې ډلې د پخواني مشر اسامه بن لادن زوی مړ شوی
حمزه

د امریکا د استخباراتو ادارې تازه ویلي چې د القاعده ډلې د پخواني مشر اسامه بن لادن مړ شوی، خو د مړینې علت او نېټه یې نه ده ښودلې.
د امریکا حکومت په تېره فبرورۍ میاشت کې هغه چا ته د یو میلیون ډالرو جایزې اعلان وکړ، چې د حمزه بن لادن د ځای په اړه معلومات ورکړي.
ویل کېږي چې حمزه بن لادن د خپل پلار له وژل کېدو وروسته د القاعدې شبکې مشري کوله.
امریکايي رسنیو د حمزه بن لادن د مړینې د خبر معلومات له امریکايي استخباراتي سرچینو ترلاسه کړي، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.
حمزه بن لادن له جهادیانو غوښتي وو چې له امریکا د نوموړي د پلار غچ واخلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA