ads

خوست کې اورلګېدنې نجارانو او هټيوالو ته میلیونونه افغانۍ زیان اړولي

تیره شپه شاخوا درې بجې د خوست په لرګیو منډوې کې اورلګېدنې شاوخوا ۳۰ هټۍ سوځولي او نجارانو ته یې په میلیونونه افغانۍ زیان اړولی. نجاران او هټيوال وایي د اورد لګېدو علت معلوم نه دی، خو وایي سهار چې خپلو هټيو ته راغلل ویې لیدل چې له هټيو یې یوازې لوګي پورته کېدل. دوی […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
10 زمری 1398
خوست کې اورلګېدنې نجارانو او هټيوالو ته میلیونونه افغانۍ زیان اړولي
خوست کې اورلګېدنه

تیره شپه شاخوا درې بجې د خوست په لرګیو منډوې کې اورلګېدنې شاوخوا ۳۰ هټۍ سوځولي او نجارانو ته یې په میلیونونه افغانۍ زیان اړولی.
نجاران او هټيوال وایي د اورد لګېدو علت معلوم نه دی، خو وایي سهار چې خپلو هټيو ته راغلل ویې لیدل چې له هټيو یې یوازې لوګي پورته کېدل.
دوی وایي په مجموعي ډول دې اورلګېدنې شاخوا ۳۰ میلیونه افغانۍ زیان اړولی، چې پکې د نجارۍ ماشینونه اونور اړونده وسایل شامل وو.
هټيوال او نجاران د خوست د اور وژنې مسولین هم ګرم بولي، چې په وینا یې په وخت یې اقدام نه دی کړی.
خو د خوست د امنیه قومندانۍ د اور وژنې امر څرمن سیدروف وایي چې دوی هڅه کړي چې اور په وخت سره کنټرول کړي او د ډيرو مالي زیانونو مخه ونیسي.
د یادونې ده چې له دې وړاندې هم د لرګیو په یاده منډوې کې دوه ځلې اورلګېدلی و، چې هټيوالو او نجارانو ته په میلیونونه افغانۍ زیان اړولی وو.
بختاجان بختیار
خوست

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA