ads

په فراه کې پر یو بس د ماین چاودنې له کبله ۳۸ کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي

د فراه امنیتي او روغتیایي چارواکي خبر ورکوي چې نن سهار ۶ بجې د یاد ولایت د بلابلوک ولسوالۍ په مربوطاتو کې پر یو بس موټر د سړګ غاړې ماین چاودنه شوې چې له کبله یې نېږدې ۵۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې. د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند محب الله محب ویلي، په […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
9 زمری 1398
په فراه کې پر یو بس د ماین چاودنې له کبله ۳۸ کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي
په فراه کې پر بس موټر چاودنه

د فراه امنیتي او روغتیایي چارواکي خبر ورکوي چې نن سهار ۶ بجې د یاد ولایت د بلابلوک ولسوالۍ په مربوطاتو کې پر یو بس موټر د سړګ غاړې ماین چاودنه شوې چې له کبله یې نېږدې ۵۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند محب الله محب ویلي، په دغه پېښه کې ۳۸ کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.
نوموړی زیاتوي چې کېدایشي په مرګ ژوبله کې ډېروالی راشي.
بلخوا، د هرات د حوزوي روغتون رییس محمد نعیم دولت زي کلید ته وویل چې د پېښې له سیمې تر اوسه دوی ته ۱۵ کسان ور وړل شوي چې ۴ یې وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.
نوموړی زیاتوي چې د ځینو راپورونو له مخې په دغه پېښه کې ۳۴ کسان وژل شوي دي.
سیمه ییز چارواکي که څه هم دغه پېښه د وسله والو طالبانو کار بولي، خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA