په پکتیکا ولایت کې مېرمنې وايې په هېواد کې د رواني جګړې لوی زیان دوی ته رسیږي، نو ځکه دې د سولې په پروسه کې مېرمنو ته ونډه ورکړل شي او د دوی نظرونو ته دې درناوی وشي.
دغه مېرمني وايې په جګړه کې ډيری مېرمنو اولادونه، خاوندان او نور خپلوان له لاسه ورکړي، ځکه هم دوی تر بل هر څه سولې ته لېوالې او د تل پاتې سولې غوښتونکې دي .
هغوی وویل په هېواد کې د سولې له وروستیو خبرو سره ځينو مېرمنو ته پوښتنې پیدا شوې او ټینګار کوي چې د دوی دغو پوښتنو ته باید ځواب وویل شي او په یاده پروسه کې د دوی غوښتنو او نظرونو ته ځای ورکړل شي.
کبرا محمدي وايې دا چې مېرمنې د هېواد جوړونې او رغوونې لپاره په ټولو برخو کې رول لوبولی ش ، نو د سولې پروسه هم د دوی لپاره خورا مهمه ده.
دا وايي، په روانه جګړه کې لوی زیان مېرمنو ته رسیدلی. زامن، خاوند او د کورنۍ نور غړي يې له لاسه ورکړي، نو اړتیا ده چې د دوی حقونه په پام کې ونیول شي او د سولې په روانو خبرو کې ونډه ورکړله شي.
پر همدې مهال د پکتیکا ولایت د ښځو چارو رییسې بي بي حوا خوشیوال کلید ته وویل، مېرمنې امن خوښوونکې او د سولې غوښتونکې دي.
هغې وویل، مېرمنې له روانې جګړې د نورو هېوادوالو په شان ستړې شوې او هر وخت يې هيله په هېواد کې د تل پاتي سولې راتلل وي.
په پکتیکا کې مېرمنې په داسي حال د جګړي د پای ته رسیدو او سولې پروسه کې د دوی د ونډې په اړه غوښتنه کوي چې تر دي وړاندې هم د هېواد په بیلابیلو سیمو کې مېرمنو دا ډول څرګندونې کړې دي .
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


