د جنوبي کوریا د ګډو ځواکونو قومندان خبر ورکړی چې شمالي کوریا یو ځل بیا ناپېژنده توغندی ازمویلی دی.
دغه توغندی له شبه جزیرې څخه د جنوب پر لور توغول شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې شپږ ورځې وړاندې هم جنوبي کوریا خبر ورکړی و چې شمالي کوریا دوه ناپېژنده توغندي ازمویلي دي.
شمالي کوریا له امریکا سره تر خبرو وروسته د توغندیو ازمویلو لړۍ درولې وه، خو اوس یې یو ځل بیا پیل کړې ده.
د امریکا په ګډون نور هېوادونو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.


