ads

پکتیکا ته ډېری غیر قانوني او ټیټ کیفیته درمل وړل کېږي

د پکتیکا ولایت اوسیدونکي وايې، دغه ولایت ته ډېری درمل پرته له ګمرکه په غیر قانوني ډول وړل کېږې او کیفیت ته يې هېڅ پاملرنه نه کېږې. دوی وايې، په دې برخه کې دولتي او خصوصي سکتور خپلي زیاتي ګټي ته لومړیتوب ورکوي او ډېری مهال داسي درمل دغه ولایت ته وړي، چې کیفیت یې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
8 زمری 1398
پکتیکا ته ډېری غیر قانوني او ټیټ کیفیته درمل وړل کېږي
افغانستان ته راتلونکي درمل

د پکتیکا ولایت اوسیدونکي وايې، دغه ولایت ته ډېری درمل پرته له ګمرکه په غیر قانوني ډول وړل کېږې او کیفیت ته يې هېڅ پاملرنه نه کېږې.
دوی وايې، په دې برخه کې دولتي او خصوصي سکتور خپلي زیاتي ګټي ته لومړیتوب ورکوي او ډېری مهال داسي درمل دغه ولایت ته وړي، چې کیفیت یې له نشت سره مخ وي.
د پکتیکا د عامي روغتیا ریاست مسولین هم دا ستونزه مني، خو وايي هڅې يې پیل کړې چې ټول دولتي او خصوصي درمل د یو معیاري لابراتوار په وسیله وګوري او بیا په بازار کې ورته د پلور اجازه ورکړي.
مدني فعال علي محمد نظري وايې پکتیکا ته له ګاونډيو هېوادونو داسي درمل را وړل کېږې چې کیفیت یې خورا کمزوری وي.
ده وویل، دغه درمل په غیر قانوني ډول یاد ولایت ته روړل کېږې او د خراب کیفیت له کبله نه یوازي دا چې ناروغ ښه کولای نه شي، بلکې نورې ناروغۍ او ستونزې هم ورته پیدا کوي .
نورګل جلالزی چې تر ډېره د درملو په پېر او پلور بوخت دی وايې، د دولتې او خصوصي سکټور ټول درمل وړاندې تر دې چې ناروغانو ته ورکړل شي، لازمه ده چې په میعاري ډول وکتل شي.
هغه واېي د څو پیسو په بدل کې درمل د مسولو کسانو له لوري نه کتل کېږې او نه هم ګمرک کېږې. همدا لامل دی چې ورځ تر بلې د درملو کیفیت ټیټ او ناروغۍ ورسره زیاتېږې.
د پکتیکا مټاخان ولسوالۍ اوسیدونکي خلیل عثمان زوی په دې اړه کلید ته وویل، قانوني لاره دا ده چې ټولې دواګانې مخکې تر دې چې بازاد ته وړاندې شې، په معیاري ډول وکتل شي.
د پکتیکا عامي روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر اسدالله رسولي هم د درملو کم کیفیت تر ډېره مني، خو وايې د دولتي سکتور د درملو تړون په پلازمېنه کابل کې کېږې او دا واک له دوی څخه اخیستل شوی چې باید څه ډول ‌درمل وپېري.
نوموړي د خصوصي سکتور د درملو کنټرول په اړه وویل، پلان لري چې په را واردونکې لار کې یو معیاري لابراتوار جوړ کړي، تر څو دغه ولایت ته ټوله را وړونکې دوا بازار ته تر دننه کېدو وړاندي په مسلکي ډول وکتل شي.
یاده دې وي چې اوس مهال په بازار کې ډېری داسي درمل پلورل کېږې چې نرخ يې له خپل اصلي قمیت څخه څو چنده ټیټ او کیفیت يې خورا کم ترسترګو کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA