ads

په افغانستان کې ټولنیزو مسولیتونو ته پام نه کېږي

د مدني ټولنې انسټيټيوت د سې شنبې په ورځ په افغانستان کې د خصوصي سکټور د ټولنيزو مسووليتونو د وضعيت په اړه خپل څېړنيز راپور له رسنيو سره شريک کړ. د مدني ټولنې انسټيټيوټ غړی رفعت لودين وايي، د څېړنې په ترڅ کې يې موندلې چې په افغانستان کې د خصوصي سکټور د ۴۰ فیصده […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
8 زمری 1398
په افغانستان کې ټولنیزو مسولیتونو ته پام نه کېږي
کابل ښار

د مدني ټولنې انسټيټيوت د سې شنبې په ورځ په افغانستان کې د خصوصي سکټور د ټولنيزو مسووليتونو د وضعيت په اړه خپل څېړنيز راپور له رسنيو سره شريک کړ.
د مدني ټولنې انسټيټيوټ غړی رفعت لودين وايي، د څېړنې په ترڅ کې يې موندلې چې په افغانستان کې د خصوصي سکټور د ۴۰ فیصده شرکتونو د ټولنيزو مسووليتونو په برخه کې هېڅ کومه ځانګړې بودجه نه لرله او ۳۰ فیصده نور يې هېڅ حاضر نه دي چې په دې برخه کې خبرې وکړي.
رفعت زياته کړه چې د ټولنيزو چارو ډېری مسووليت خصوصي سکټور ته ورګرځي او خصوصي سکټور بايد يوازې په خيرات ورکولو بسنه ونه کړي.
خو بل پلو خصوصي سکټور بيا د ټولنيزو مسووليتونو په برخه کې ځان پړ نه ګڼي او وايي، اړوند ارګانونه راڼه نه دي او د حساب ورکونې اصل ته پام نه کوي.
په افغانستان کې د سوداګرۍ خونې مرستيال خان جان الکوزي په دغه غونډه کې ټينګار وکړ، چې مدني ټولنې بايد دا اخلاقي جرات ولري چې د حکومت نيمګړتياوې هم بربنډې کړي.
الکوزي زياته کړه، داسې اسنادونه هم لري چې پر بنسټ يې د خيريیه چارو لپاره سره مياشت او د افغانستان د ښاروالۍ ادارو ته ورکړل شوې پيسې حيف او ميل شوې دي.
دا ښکاره ده چې ټولنيزو مسووليتونو په ځينو هېوادونوکې د نظم او تعادل په رامنځته کولو کې بېساری رول لوبولی دی؛ نو همدا دلیل دی چې په کابل کې مدني بنسټونه له بهرنیو هېوادونو په لېوالتیا غواړي چې ټولنیز مسولیتونه د یو ټولنیز مکلفیت په توګه خلکو ته ور وپېژني.
د اسلامي او اخلاقي ارشاداتو په رڼاکې ټول خلک د ټولنيزو مسووليتونو په برخه کې مسوول پېژندل کېږي؛ خو په افغانستان کې له ټولنيزو مسووليتونو څخه سرغړونه په يو فرهنګ بدله شوې ده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA