د افغانستان د فوټبال د ۱۶ كلنو ملي لوبډلې د مركزي اسيا د ۱۶ كلنو په سياليو كې خپله درېيمه لوبه د صفر په مقابل كې په يوه ګول د ايران له لوبډلې وګټله.
دا لوبه تېره شپه د تاجكستان په پايتخت دوشنبې ښار كې ترسره شوه او ذكريا حسيني وتوانېد، چې د افغانستان په ګټه يو ګول ووهي.
له دې بريا سره د افغان لوبډلې نومرې اووه او د تاجكستان له لوبډلې سره مساوي شوې، خو دا چې تاجكستانۍ لوبډلې زيات ګولونه وهلي، نو د افغانستان د فوټبال د ۱۶ كلنو ملي لوبډلې د نومرو په جدول كې دوهم ځاى خپل كړ.
ټاكل شوې افغان لوبغاړي په خپله راتلونكې لوبه كې د ازبكستان له لوبډلې او ورپسې د تاجكستان له لوبډلې سره مخ شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ