په ارزګان کې د ولسي پرګرام له لوري د څه باندي ۶ ميليونه افغانيو په لګښت څلور پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د ارزګان ولایت مسولین وایي، د دغو پروژو مالي لګښت د ولسي تړون د ملي پرګرام له لوري ورکړل شوی دی.
په دغو پروژو کې پر درې نیم کیلومټره سړک جغل اچونه، د ویالو او محافیظوي دېوالونو جوړول او د اوبو ذخیره کولو زېرمې شاملې دي.
د ارزګان د کلیو او بیارغونې ریاست رییس انجینر هاشم وایي، د یادو پروژو مالي لګښت د کلیو او بیا رغونې ریاست په چوکاټ کې د ولسي تړون له لارې ورکړل شوی دی.
په ورته مهال، هغه کسان چې په سيمه کې يي دغه رغنيزې پروژې رغول شوې، خوشحاله دي او له دولت څخه د نورو دغه ډول پروژو د پیل غوښتنه کوي.
دوی زياته وي چې د روانو جګړو پرمهال يي هر څه له لاسه ورکړي دي او د بیارغونې کارونه په ټپه ولاړ دي.
دغه خلګ له دولت څخه هم غوښتنه کوي چې په سيمه کې دې د بیارغونې دغه ډول نورکارونه هم ترسره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تر وړاندې هم د ارزکان ولایت اوسېدونکو له مرکزي حکومته په دغه ولایت کې د ورته رغنیزو کارونو غوښتنه کړې وه، خو په خبره یې چې تر اوسه یې بشپړ غږ نه دی اورېدلی شوی.


