ads

د ارزګان له جګړو ستړی او سولې ته تږی ولس سوله غواړي

په ارزګان کې د سولې غوښتنې په هدف لاریون وشو. په ارزګان کې سلګونه کسان د سولې غوښتنې په هدف د ترينکوټ واټونو ته راووتل او د جګړې پر ښکېلو غاړو يې د سولې غږ وکړ. دوی له نړيوالو غوښتنه وکړه چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ منځګړيتوب وکړي او په افغانستان […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
8 زمری 1398
د ارزګان له جګړو ستړی او سولې ته تږی ولس سوله غواړي
په ارزګان کې د سولې په هدف لاریون

په ارزګان کې د سولې غوښتنې په هدف لاریون وشو.
په ارزګان کې سلګونه کسان د سولې غوښتنې په هدف د ترينکوټ واټونو ته راووتل او د جګړې پر ښکېلو غاړو يې د سولې غږ وکړ.
دوی له نړيوالو غوښتنه وکړه چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ منځګړيتوب وکړي او په افغانستان کې د جګړې بل شوی اور مړ کړي.
لاريون کوونکو د جګړې پر ښکېلو لورو ټینګار وکړ چې سوله وکړي.
دغو کسانو چې شمېرې سلګونه تنوته رسېده، ډېر وخت یې د جګړې په اور کې تېر کړی دی.
د دغه ولايت اوسېدونکو له نړيوالې ټولنې، بشري حقونو او ملګرو ملتونو څخه هم غوښتنه وکړه چې د افغان جګړې د اوربند لپاره د نه ستړې کېدونکې هڅي وکړي.
لاريون کونکي وايي، د روانو جګړو له امله سخت ځپل شوي او زياته قرباني عامو خلګو ورکړې ده.
دوی زياته وي چې د جګړو له کبله ارزګان کې د پرمختګ مخه ډب شوې او د بیارغونې هېڅ کارونه نه دي پکې ترسره شوي.
یادو لاريونوالو د جګړې ښکيلو غاړو ته ګواښ وکړ، که يي ږغ وانه ورېدل شي، لاریونونو ته به دوام ورکړي.
دوی د لاريوون په وروستي برخه کې يو څو ماده يیز پرېکړه لیک هم ولوست، چې پکې د ملکي مرګ ژوبلې پر مخنيوي، دايمي سولې او د جګړې پر ځاي د خبرو له لارې له افغان حکومت سره د خبرو پر پیل ټينګار شوي و.
ارزګان کې پر داسې مهال د سولې په ملاتړ يو پراخ لاريونه ترسره کېږي، چې شونې ده په څو اونیو کې د امریکا او طالب چارواکو تر منځ د سولې هوکړه لاسلیک شي.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA