د امريکا په کليفورنيا ايالت کې په يوه فسټيوال کې د ډزو له کبله درې تنه وژل شوي او ۱۵ نور ژوبل دي.
د راپورونو پر بنسټ، په دې فسټيوال کې کورنيو او عامو خلکو ګډون درلود.
عيني شاهدان وايي، يوه وسله وال كس فسټيوال ته له رسېدو سره سم پر خلکو ډزې پيل کړې او پرته له دې، چې کوم ځانګړى هدف ولري، يوې او بلې خوا ته يې ډزې وكړې.
دغه وسله وال کس هم د پوليسو له لوري وژل شوى دى.
تر دا مهاله د پېښې په اړه نور جزيات نه دي خپاره شوي او مسووليت يې هم چا پر غاړه نه دى اخيستى.


