د هلمند د ولایتي شورا رییس وایې، د دغه ولایت په مارجي، سنګین او ګرشک ولسوالیو کې پیل شوي عملیات یوازې نمایشي بڼه لري او پرمختګ پکې نه دی شوی.
بلخوا، د هلمند د ۲۱۵ میوند قول اردو مسولین وایې، عملیات ډېر چټک روان دي او د راتلونکي لپاره به لوی عملیات هم پیل شې .
د دغه ولایت د ولایتي شورا رییس عطاالله افغان وایي، یاد عملیات نمایشي دي او تردې مهاله خاص پرمختګ نه دی شوی.
نوموړی وایې، کوم بریدونه چې د وسله والو طالبانو لخوا ترسره کېږې، د اندېښنې وړ دي.
د دې تر څنګ په هلمند کې د ۲۱۵میوند قول اردو قوماندان برید جنرال ذبیح الله مهمند بیا ډاډ ورکوي چې اوس هم په مارجي او ګرشک ولسوالیو کې عملیات روان دې، خو ترڅنګ به یې په راتونکو دوو اونیو کې لوی عملیات هم پیل شې. د ښاغلي مهمند په خبر، چې د راتلونکو پیلېدونکو عملیاتو په ترڅ کې به ډېرې سیمې د وسله والو له شتون څخه پاکې شي.
د هلمند اوسېدونکي پر داسې مهال د روانو عملیاتو په اړه پر حکومت نیوکه کوي چې له تېر کال راهیسې په نادعلۍ او ګرشک ولسوالیو کې د افغان ځواکونو عملیات روان دي، خو تر اوسه دغه ولسوالۍ په بشپړه توګه د دولت له ضد وسله والو نه دي پاکې شوې.


