پاکستاني رسنيو خبر ورکړی دی، چې د پاکستان صدراعظم عمران خان به په نېږدې راتلونکې کې کابل ته سفر وکړي.
افغانستان ته د عمران خان د احتمالي سفر خبر پر داسې مهال خپرېږي، چې دمګړۍ د افغانستان حکومت له طالبانو سره د سولې د خبرو مهم پړاو ته رسېدلی دی.
افغان شنونکي پر دې باور دي، چې افغانستان ته د عمران خان سفر به د سولې په برخه کې اغېزناک تمام شي؛ خو وايي پر پاکستان ډېر باور نه شي کولی.
سياسي شنونکی سيدناصر موسوي کليد ته وويل، پاکستان په دې هڅه کې دی چې څنګه وکړای شي له امريکا سره خپلې کړې ژمنې عملي کړي او خپل ځان له بندیزونو وژغوري.
موسوي زياته کړه چې افغانستان ته د عمران خان سفر به اغېزناک تمام شي؛ خو نوموړي د کابل وروستۍ چاودنې ته په اشارې سره وويل: «په پاکستان ډېر باور نه دی پکار.»
په همدې حال کې د سولې او پراختيا سازمان مشر ګلزمان دهاتي کابل ته د عمران خان د سفر په اړه وايي، پاکستان له هغې تشې ګټه پورته کوي، چې د افغانستان حکومت په تېرو دوو لسېزوکې د نړيوالو ستراتيژيکو هېوادونو باور خوندي نه کړ.
له طالبانو سره د افغان سولې خبرې ګڼ نور روايتونه هم لري، چې تراوسه د کومې رسمي سرچينې لخوا نه دي تاييد شوي.
د سولې او پراختيا سازمان د يوې باخبرې سرچينې په حواله کليد ته وويل، چې په اګېست مياشت کې به د بن کنفرانس ته ورته د يوې لويې غونډې په ترڅ کې د افغانستان د لنډمهاله ادارې په اړه هوکړه وروستۍ شي.
هڅه مو وکړه، چې افغانستان ته د عمران خان د وروستي سفر په اړه د افغان حکومت نظر هم واخلو؛ خو د حکومت بېلابېلو رسنيزو ادارو په دې تړاو له خبرو کولو ډډه وکړه.


