راپورونه وايي، بوکو حرام ترهګرې ډلې په نايجيريا کې ۶۵ کسان وژلي، چې ټول ملکي وګړي دي.
ځايي چارواكو خبر ورکړى، يوه ډله ملکي وګړي د جنازې له مراسمو خپلو کورونو ته پر لاره وو، چې د بوکو حرام ترهګرې ډلې له بريد سره مخ شول.
تر دې وړاندې يوې امنيتي سرچيني ويلي و، چې په دغه بريد کې ۳۰ کسان وژل شوي دي.
د سيمه ييزو چارواکو په وينا، بوکو حرام ترهګرې ډلې يادو ملکي وګړو ته اور اچولى دى.
دا ډله په نايجيريا کې فعاليت لري، چې وخت ناوخت د دې هېواد پر امنيتي سرتېرو او ملکي خلکو بريدونه کوي.


