په فارياب كې تېره شپه د امنيتي ځواكونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په نښتو كې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ۲۰۹ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي كليد ته وويل، دا نښتې په قيصار او خواجه سبزپوش ولسواليو كې شوي، چې په ترڅ كې يې د عبدالشكور په نوم د يوه سرګروپ په ګډون اووه طالبان وژل شوي او ۱۴ تنه نور ژوبل دي.
د نوموړي په خبره، په دې نښتو كې يو افغان سرتېرى هم وژل شوى او اووه تنه نور ټپيان دي.
ويل كېږي په فارياب كې د تېرې شپې د جګړو په مهال ملكي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
وسله والو طالبانو تر دې دمه د يادو نښتو په تړاو تبصره نه ده كړې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ