ads

ارزګان کې ډاکتر يو، خو ناروغان بل ګوري

ارزګان کې مدني فعالان او خلک وايي، چې په نوموړي ولایت کې پر رسمي دندو مقرر شوي ډاکټران د هېواد په نورو ولایتونو کې کار کوي، خو پر ځای یې داسي کسان پرې یښي چې غیري مسلکي دي او طب یې ندی لوستی. دوی همدارنګه زیاتوي، چې د دوی چارې ډېری وخت د درملتونونو خاوندان […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
6 زمری 1398
ارزګان کې ډاکتر يو، خو ناروغان بل ګوري
په ارزګان کې روغتونه

ارزګان کې مدني فعالان او خلک وايي، چې په نوموړي ولایت کې پر رسمي دندو مقرر شوي ډاکټران د هېواد په نورو ولایتونو کې کار کوي، خو پر ځای یې داسي کسان پرې یښي چې غیري مسلکي دي او طب یې ندی لوستی.
دوی همدارنګه زیاتوي، چې د دوی چارې ډېری وخت د درملتونونو خاوندان هم مخته وړي او همدرانګه په معاینه خونو کې پر دندو ګمارل شوي یې هم نالوستي، غیري مسلکي او بې تجربې دي چې له ناروغانو پیسې اخلي، خو معیاري معاینات ورته نکوي.
ارزکان د افغانستان د هغو ولايتونو شمېرل کېږي چې د او سېدونکو د تعليم کچه یې ټیټه ده او کم خلک يې زده کړو ته لاسرسی لري.
مدني فعالان احمد جاويد خپلواک او حکمت الله هلال وايي په یاد ولايت کې د ګوتو په شمېر څو شخصي روغتونونه شته چې په ښه ډول خدامات وړاندې کوي، خو په پاته ډېری هغوی کې یې بیا تش په نوم ډاکټران ناست وي او یوازې پېښې د ډاکترانو کوي.
مدني فعالان پدغه ولايت کې د غيري مسلکي ډاکترانو د شتون لوی لامل د دولت له نه پاملرنې بولي.
حکمت الله هلال له مسوولينو غوښتنه کوي چې د غيري مسلکي ډاکترانو مخه دي ونیسې.
د هلال په وينا چې زيات شمېر ناروغان د غیري مسلکي ډاکترانو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
خو ډېری عام خلک چې نالوستي وي، ښه او بد، مسلکي او غیري مسلکي نه پېژني.
د دغه ولایت د لرې پرتو سيمو خلک تر ډېره نابلده هم وي، د ښه، مسلکي او تجربه لرونکي ډاکتر په اړه معلومات نلري.
په ورته مهال ارزګان ولایت د عامې روغتیا ريیس خان آغا مياخېل وايي پلان لري چې غيري مسلکي ډاکتران عدلي او قضايي ارګانونو ته معريفي کړي.
د یادونې وړ دی چې لدې وړاندې هم د ارزګان ولس په وارونو غوښتنه کړې چې دولت دې د غیري مسلکي ډاکترانو مخه ونیسې او عدلي او قضاییه اداور ته دې ور وپېژندل شي، خو هر ځلې د دولت ژمنې یوازې د کاغذ پر مخ پاتې شوې دي او پر حل لارو یې هیڅ کار ندی شوی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA