د ترکيې امنيتي ځواکونو د شنبې په ورځ ۴۴ کسان په دې هېواد کې د ناکامې کودتا په تور نيولي دي.
په دغو کسانو کې د ترکيې د پوليسو پخواني او اوسني غړي شامل دي او د لويې څارنوالۍ په امر نيول شوي دي.
پر يادو کسانو تور پورې شوى، چې د کودتا په جريان کې يې له باى لاک نرم توكي د همغږۍ لپاره ګټه اخيستې وه.
د ترکيې ناکامه کودتا د ۲۰۱۶ ميلادي کال د جولاى مياشتې په ۱۵مه نېټه وشوه، چې شاوخوا ۷۰ زره کسان د دې کودتا په تور ونيول او ۱۷۰ زره نور له دندو ګوښه شول.


