په افغانستان کې د جمهوري رياست کاندېدانو د کمپاين لومړۍ ورځ يې يو پر بل باندې په نيوکو پيل کړه.
د زمري ۶مه په افغانستان کې د ټاکنيزو کمپاينونو لومړۍ ورځ د کاندېدانو پر شور پيل شوه؛ خو دغو کاندېدانو د دې پرځاي، چې د راتلونکې لپاره خپل پلانونه له خلکو سره شريک کړي، په يو بل پسې خبرې او نيوکې وکړې.
د اصلاحات او همپالنې ټاکنيز ټيم مشر عبدالله عبدالله په لومړی ځل په همدې ورځ په جمهور رييس غني خپل زړه تش کړ.
نوموړي که څه هم خپلو پلويانو ته اعتراف وکړ، چې د ملي يوالي په حکومت کې د شته ستونزو نيمه پړه، ده ته متوجه کيږي؛ خو په ټول مهارت سره يې دا پړه بېرته د جمهور رييس غني پر غاړه واچوله.
داکتر عبدالله په لوړ آواز سره يې وويل، که داځل د افغانستان خلک ورباندې باور وکړي؛ نو دی به افغانستان کې خپلسريو او د واک انحصار ته د پای ټکی کيږدي.
په ورته وخت کې د افغانستان جمهور رييس او د دولت جوړنې ټاکنيز ټيم مشر داکتر محمد اشرف غني هم په يوې غونډه کې خپل حريفانو ته سخت ځوابونه ورکړل.
نوموړي د خپلو منتقدينو په ځواب کې وويل، که د جوال خوله ور سره ونيسي، له ده به ښه سړی د ځمکې پر سر نه وي.
جمهور رييس غني د ټاکنيزو کمپاينونو په لومړی ورځ يوځل بيا ټينګار وکړ، چې د خدمت لپاره پيدا شوی دی او په همدې روحيه به پر مخ ځي.
د يادونې وړ ده چې د زمري شپږمه نېټه د جمهوري رياست ټاکنو لپاره کمپاينونه رسما پيل شول او د تلې تر درېيمې نيټې به دوام ومومي.
ټاکل شوې د تلې په شپږمه په افغانستان کې د جمهوري رياست ټولټاکنې ترسره شي.


