ads

د افغانستان او قرغزستان د فوټبال د ۱۶ كلنو ملي لوبډلو لوبه مساوي شوه

د هېواد د فوټبال د ۱۶ كلنو ملي لوبډلې د ۱۶ كلنو په اسيايي سياليو كې خپله لومړۍ لوبه د قرغزستان په وړاندې ۲-۲ مساوي كړه. دا لوبه تېر ماښام د تاجكستان په پايتخت دوشنبې ښار كې ترسره شوه او ذكريا حسيني د افغانستان په ګټه دوه ګولونه ووهل. د فوټبال د ۱۶ كلنو د […]

نویسنده: hewadpal
5 زمری 1398
د افغانستان او قرغزستان د فوټبال د ۱۶ كلنو ملي لوبډلو لوبه مساوي شوه

د هېواد د فوټبال د ۱۶ كلنو ملي لوبډلې د ۱۶ كلنو په اسيايي سياليو كې خپله لومړۍ لوبه د قرغزستان په وړاندې ۲-۲ مساوي كړه.
دا لوبه تېر ماښام د تاجكستان په پايتخت دوشنبې ښار كې ترسره شوه او ذكريا حسيني د افغانستان په ګټه دوه ګولونه ووهل.
د فوټبال د ۱۶ كلنو د اسيايي سياليو په لومړۍ ورځ په نورو لوبو كې ايران د يو په مقابل كې په درېيو ګولونو تركمنستان ته ماتې وركړه او د ازبكستان او تاجكستان ترمنځ لوبه ۱-۱ مساوي پاى ته ورسېده.
ټاكل شوې افغان لوبډله نن مازديګر پنځه بجې او ۳۰ دقيقې په خپله دوهمه لوبه كې له تركمنستان سره مخ شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA