د امريكا د وسله والو ځواكونو عمومي لوى درستيز جنرال جوزېف ډانفورډ وايي، په افغانستان كې د جګړې د پاى ته رسولو لپاره له طالبانو سره يوې هوكړې ته د رسېدو په اړه په محتاط ډول خوشبين دى.
ده كابل ته له سفر او د ملي يووالي حكومت له مشرانو سره تر ليدنې وروسته د طالبانو له استازو سره د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد خبرې هراړخيزې وبللې.
د ډانفورډ په وينا، پر دوحې سربېره د اسلام اباد په ګډون په نورو ځايونو كې هم له طالبانو سره د جګړې د پاى ته رسېدو لپاره هيله بښونكې نښې ليدل كېږي.
دا په داسې حال كې ده، چې خليلزاد كابل ته راغلى او له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره يې د حكومتي مركچي پلاوي د جوړولو په تړاو بحث كړى دى.
په پام كې ده نوموړى له كابل وروسته د قطر پايتخت دوحې ته لاړ شي او يو ځل بيا د طالبانو له استازو سره خبرې وكړي.


