ads

په پروان كې د ملي امنيت يو كار كوونكى ووژل شو

نامعلومو وسله والو كسانو د پروان د بګرام ولسوالۍ په مربوطاتو كې د ملي امنيت يو كار كوونكى وژلى دى. د دغه ولايت د والي ويانده وحيده شهكار وايي، د ملي امنيت دا كار كوونكى، چې كابل ته د خپلې دندې د ترسره كولو لپاره روان و، نن سهار پنځه بجې او ۲۵ دقيقې د […]

نویسنده: hewadpal
5 زمری 1398
په پروان كې د ملي امنيت يو كار كوونكى ووژل شو

نامعلومو وسله والو كسانو د پروان د بګرام ولسوالۍ په مربوطاتو كې د ملي امنيت يو كار كوونكى وژلى دى.
د دغه ولايت د والي ويانده وحيده شهكار وايي، د ملي امنيت دا كار كوونكى، چې كابل ته د خپلې دندې د ترسره كولو لپاره روان و، نن سهار پنځه بجې او ۲۵ دقيقې د بګرام د دو سركې په سيمه كې د دوو موټر سايكل سپرو كسانو په ډزو ووژل شو.
هغې كليد ته وويل، د پېښې عاملين له سيمې تښتېدلي او په اړه يې څېړنې روانې دي.
د ملي امنيت د ياد كار كوونكي د وژلو مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA