ads

په هلمند كې د وسله والو طالبانو پر پټنځايونو هوايي بريدونه شوي

۲۱۵ ميوند قول اردو په هلمند كې د درېيو وسله والو طالبانو د وژل كېدو خبر وركوي. د دې قول اردو د رسنيو دفتر د خبرپاڼې پر بنسټ، هوايي ځواكونو تېره ورځ په مارجې او نهر سراج ولسواليو کې د طالبانو پر پټنځايونو دوه هوايي بريدونه كړي، چې له كبله يې درې طالبان وژل شوي […]

نویسنده: hewadpal
5 زمری 1398
په هلمند كې د وسله والو طالبانو پر پټنځايونو هوايي بريدونه شوي

۲۱۵ ميوند قول اردو په هلمند كې د درېيو وسله والو طالبانو د وژل كېدو خبر وركوي.
د دې قول اردو د رسنيو دفتر د خبرپاڼې پر بنسټ، هوايي ځواكونو تېره ورځ په مارجې او نهر سراج ولسواليو کې د طالبانو پر پټنځايونو دوه هوايي بريدونه كړي، چې له كبله يې درې طالبان وژل شوي دي.
په خبرپاڼه كې راغلي، د دغو هوايي بريدونو په مهال ملکي وګړو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA