د غزني په اب بند ولسوالۍ كې موټربم ځانمرګي بريد ۱۵ امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله واړوله.
د دغه ولايت د والي وياند محمد عارف نوري كليد ته وويل، نن سهار شاوخوا څلور بجې او ۳۰ دقيقې يوه ځانمرګي بريد كوونكي د امنيتي ځواكونو له لوري تر درول كېدو وروسته د اب بند ولسوالۍ په قراول كې له چاودېدونكو توكو ډك خپل هاموې موټر ته چاودنه وركړې ده.
د نوموړي په خبره، په دې پېښه كې درې امنيتي سرتېري وژل شوي او ۱۲ تنه نور ټپيان دي، چې د شپږو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
نوري زياته كړه، يادې چاودنې د اب بند د ولسوالۍ او امنيه قوماندانۍ ودانيو ته هم زيان اړولى دى.
وسله والو طالبانو بيا ادعا كړې، چې د غزني د اب بند ولسوالۍ پر مركز يې د موټربم ځانمرګي بريد په ترڅ كې لسګونه افغان سرتېري وژلي او د ولسوالۍ ودانۍ يې په بشپړه توګه ويجاړه كړې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


