ads

په سوريه كې په ۱۰ ورځو كې لسګونه ملكي وګړي وژل شوي

ملګرو ملتونو پرون وويل، په تېرو ۱۰ ورځو كې د سوريې په شمال لوېديځ كې د هوايي بريدونو له كبله د لږ تر لږه ۲۶ ماشومانو په ګډون ۱۰۳ ملكي وګړي وژل شوي دي. د سرچينې په وينا، دا هوايي بريدونه د سوريې او د هغې د متحدو ځواكونو لخوا شوي دي. د ملګرو ملتونو […]

نویسنده: hewadpal
5 زمری 1398
په سوريه كې په ۱۰ ورځو كې لسګونه ملكي وګړي وژل شوي

ملګرو ملتونو پرون وويل، په تېرو ۱۰ ورځو كې د سوريې په شمال لوېديځ كې د هوايي بريدونو له كبله د لږ تر لږه ۲۶ ماشومانو په ګډون ۱۰۳ ملكي وګړي وژل شوي دي.
د سرچينې په وينا، دا هوايي بريدونه د سوريې او د هغې د متحدو ځواكونو لخوا شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشره ميشل باشلېټ وايي، په دغو هوايي بريدونو كې په ادليب ښار كې ښوونځي، روغتونونه او پلورنځي په نښه شول.
ملګرو ملتونو همدارنګه ويلي، په تېرو درېيو مياشتو كې د سوريې په شمال لوېديځ كې څه باندې ۴۰۰ زره كسانو خپلې سيمې پرېښې دي.
د روان ميلادي كال له اپرېل مياشتې راهيسې تراوسه د سوريې هوايي ځواكونه د روسيې په ملاتړ نېږدې هره ورځ پر ادليب، حما، حلب او لاذقيه ولايتونو هوايي بريدونه كوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA