د جمهوري رياست وياند صديق صديقي وايي، د حكومتي مركچي پلاوي د جوړولو په برخه كې پرمختګ شوى دى.
هغه نن يوې خبري غونډې ته وويل، د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد كابل ته له راتګ وروسته تراوسه له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره شاوخوا څلور ځلې كتلي او د سولې پر لار نقشې او د حكومتي مركچي پلاوي د جوړولو په ګډون د دغه بهير د بېلابېلو پړاوونو پر جزياتو ورسره غږېدلى دى.
صديقي زياته كړه، افغان حكومت د سولې بهير بل پړاو ته د تګ لپاره چمتو دى، ترڅو په هېواد كې جګړه پاى ته ورسېږي.
دا په داسې حال كې ده، چې طالبانو تل د افغانستان له حكومت سره مذاكرات رد كړي او تر دا مهاله يې له امريكايي پلاوي سره اووه پړاوه خبرې كړې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


