د کډوالۍ نړيوال سازمان وايي، د ۲۰۱۹م ميلادي كال له پيله تر دا مهاله ۴۲۶۹ افغان کډوال له ترکيې خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
دغه سازمان د جمعې په ورځ په خپل راپور كې ويلي، د يادو کډوالو له ډلې ۳۶۳ تنه يې په خپله خوښه او پاتې ۳۹۰۶ تنه يې په زور افغانستان ته استول شوي دي.
د کډوالۍ نړيوال سازمان همدارنګه وايي، د دې ترڅنګ په ياده موده کې له اروپايي هېوادونو هم ۱۰۱۳ افغان پناه غوښتونکي خپل هېواد ستانه شوي، چې ۴۲۶ تنه يې په خپله خوښه او پاتې ۵۸۷ تنه يې په زور ايستل شوي دي.
د هېواد د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د تېر کال د معلوماتو له مخې، په ترکيه کې ۱۷۲ زره افغان كډوال ثبت دي، چې ترڅنګ يې يو شمېر نور هم اروپا ته د رسېدو په هدف هلته مېشت دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


