ads

د لغمان د ولايتي شورا مرستيال له چاودنې روغ ووت

د لغمان د مركز مهترلام په مربوطاتو كې چاودنې شپږ تنه ټپيان كړي دي. د دې ولايت د والي وياند اسدالله دولتزي کليد ته وويل، نن سهار ۱۰ بجې او ۱۰ دقيقې د مهترلام اړوند په ده مسلم سيمه كې د لغمان د ولايتي شورا پر مرستيال عبدالعزيز د ځاى پر ځاى شوو چاودېدونكو توكو […]

نویسنده: hewadpal
5 زمری 1398
د لغمان د ولايتي شورا مرستيال له چاودنې روغ ووت

د لغمان د مركز مهترلام په مربوطاتو كې چاودنې شپږ تنه ټپيان كړي دي.
د دې ولايت د والي وياند اسدالله دولتزي کليد ته وويل، نن سهار ۱۰ بجې او ۱۰ دقيقې د مهترلام اړوند په ده مسلم سيمه كې د لغمان د ولايتي شورا پر مرستيال عبدالعزيز د ځاى پر ځاى شوو چاودېدونكو توكو چاودنه شوې، چې په ترڅ كې يې د هغه يو ساتونكى او پنځه ملكي وګړي ټپيان شوي دي.
د نوموړي په خبره، په پېښه كې عبدالعزيز ته زيان نه دى اوښتى.
دولتزي د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله.
د دغې چاودنې مسووليت تر دې دمه كومې وسله والې ډلې نه دى منلى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA