ads

د كندهار د ملي امنيت پر رياست د موټربم چاودنې مخنيوى وشو

امنيتي ځواكونو د كندهار د ملي امنيت پر رياست د موټربم چاودنې مخنيوى كړى دى. د دغه ولايت والي حيات الله حيات وايي، وسله والو طالبانو يو مازدا ډوله موټر له شاوخوا ۴۰۰۰ کيلو ګرامه چاودېدونکو توکو ډک کړى و او غوښتل يې د کندهار د ملي امنيت رياست په نښه کړي، چې هدف ته […]

نویسنده: hewadpal
5 زمری 1398
د كندهار د ملي امنيت پر رياست د موټربم چاودنې مخنيوى وشو

امنيتي ځواكونو د كندهار د ملي امنيت پر رياست د موټربم چاودنې مخنيوى كړى دى.
د دغه ولايت والي حيات الله حيات وايي، وسله والو طالبانو يو مازدا ډوله موټر له شاوخوا ۴۰۰۰ کيلو ګرامه چاودېدونکو توکو ډک کړى و او غوښتل يې د کندهار د ملي امنيت رياست په نښه کړي، چې هدف ته له رسېدو مخکې تېره شپه د امنيتي ځواكونو له لوري ونيول او شنډ شو.
د هغه په وينا، په دې تړاو يو شكمن كس هم نيول شوى دى.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله د ياد موټربم په اړه خپل نظر نه دى څرګند كړى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA