په باميان كې د پنجشنبې په ورځ د سپينې طلا په نوم د كچالو ګل درېيم جشن جوړ شو.
د دغه ولايت والي محمد طاهر زهير د كچالو ګل جشن د ټولنې د بېوزله او بېچاره قشر جشن وباله او په خبره يې، د كچالو لرونكو او بزګرانو ملاتړ بايد وشي.
بل پلو د كرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزير نصير احمد دراني له بزګرانو خپل ملاتړ اعلان كړ او ويې ويل، دوى هغو ولايتونو ته زياته پاملرنه كوي، چې ډېر توليدات لري.
باميان د هېواد د كچالو په كندو مشهور دى او هر كال يې بزګران له خپلو كرنيزو ځمكو شاوخوا ۳۵۰ زره ټنه حاصل ترلاسه كوي، خو د مناسب ماركېټ له نشتوالي او د كچالو بيې له ټيټوالي شكايت لري.