په هلمند كې د وسله والو طالبانو په بريد كې اووه پوليس وژل شوي دي.
يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط كليد ته وويل، طالبانو تېره شپه د دې ولايت د سنګين ولسوالۍ د دوراهي په کمپرک سيمه کې د افغان ځواكونو پر پوستې بريد وكړ، چې په ترڅ كې يې دا پوسته سقوط شوه او اووه پوليس ووژل شول.
د هلمند د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو امر دوهم څارن محمد زمان همدرد بيا هلته د جګړې پخلی کوي، خو وايي، پوستې سقوط نه دی کړى او د امنيتي سرتېرو او طالبانو ترمنځ په نښته كې دوه پوليس وژل شوي او يو بل ژوبل دى.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله د دغې نښتې په تړاو خپل نظر نه دى څرګند كړى.
بايد وويل شي، چې په دې وروستيو كې د هلمند په ځينو سيمو كې د افغان ځواكونو د عملياتو له پيلېدو سره سم پر امنيتي پوستو د طالبانو بريدونه زيات شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


