ads

په كندهار او اروزګان ولايتونو كې لسګونو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ۲۰۵ اتل قول اردو مسوولين وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو كې په كندهار او اروزګان ولايتونو كې د افغان ځواكونو د ځمكنيو او هوايي عملياتو په مهال لسګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د دغې قول اردو وياند احمد صادق عيسى كليد ته وويل، د كندهار په ښورابك ولسوالۍ كې د […]

نویسنده: hewadpal
4 زمری 1398
په كندهار او اروزګان ولايتونو كې لسګونو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ۲۰۵ اتل قول اردو مسوولين وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو كې په كندهار او اروزګان ولايتونو كې د افغان ځواكونو د ځمكنيو او هوايي عملياتو په مهال لسګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغې قول اردو وياند احمد صادق عيسى كليد ته وويل، د كندهار په ښورابك ولسوالۍ كې د ځمكنيو عملياتو او هوايي بريدونو په ترڅ كې ۲۶ طالبان وژل شوي دي.
د ده په خبره، د اروزګان په مركز ترينكوټ ښار كې د افغان ځواكونو په ګډو عملياتو كې درې طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA