ads

په غزني كې ۱۴ وسله وال طالبان ووژل شول

په غزني كې د امنيتي ځواكونو په نښتې او عملياتو كې درې امنيتي سرتېري او ۱۴ وسله وال طالبان وژل شوي دي. د دې ولايت د والي وياند محمد عارف نوري وايي، طالبانو تېره شپه د خوږياڼو ولسوالۍ پر مركزي قرارګاه بريد وكړ، چې په ترڅ كې يې د يادې ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ د […]

نویسنده: hewadpal
4 زمری 1398
په غزني كې ۱۴ وسله وال طالبان ووژل شول

په غزني كې د امنيتي ځواكونو په نښتې او عملياتو كې درې امنيتي سرتېري او ۱۴ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د دې ولايت د والي وياند محمد عارف نوري وايي، طالبانو تېره شپه د خوږياڼو ولسوالۍ پر مركزي قرارګاه بريد وكړ، چې په ترڅ كې يې د يادې ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ د سرپرست سميع الله پوپل په ګډون درې امنيتي سرتېري ووژل شول او پنځه نور ټپيان شول.
نوموړى زياتوي، هلته د شاوخوا يو ساعته جګړې په مهال څلور طالبان هم وژل شوي او ګڼ شمېر نور ژوبل دي.
د نوري په وينا، ځانګړو افغان ځواكونو تېره شپه د قره باغ ولسوالۍ په چتل خېل سيمه كې عمليات ترسره كړي، چې له كبله يې ۱۰ طالبان وژل شوي او د هغوى ګڼ شمېر وسلې، مهمات او چاودېدونكي توكي نيول شوي دي.
وسله والو طالبانو بيا په غزني كې د ۲۱ افغان سرتېرو د وژلو او ۱۰ نورو د ټپي كولو ادعا كړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA