د زابل ولايتي چارواكي د دغه ولايت په مركز كلات ښار كې د نښتې په ترڅ كې څلورو پوليسو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر وركوي.
د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال كليد ته وويل، طالبانو تېره شپه د كلات ښار په كاكړانو چينې سيمه كې د پوليسو پر پوستې بريد وكړ، چې د جګړې په پايله كې د دې پوستې د قوماندان عصمت پټان په ګډون دوه پوليس ووژل شول او دوه نور ټپيان شول.
د هغه په وينا، د جګړې په مهال نهو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
خو وسله والو طالبانو په كلات ښار كې د دوى جنګياليو ته اوښتې مرګ ژوبله رد كړې او ادعا كوي، چې د كاكړانو چينې پر پوستې په بريد كې يې زيات شمېر امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


