د امريكا د بهرنيو چارو وزير مايك پمپيو ايران ته د سفر لپاره لېوالتيا څرګنده كړې ده.
هغه د پنجشنبې په ورځ له بلومبرګ ټلويزيون سره په مركه كې ويلي، كه لازمه وي، په خوښۍ سره به هلته لاړ شي.
د پمپيو په وينا، له تهرانه د ليدنې په مهال به تبليغاتي وينا ونه وكړي، بلكې ايرانيانو ته به حقيقتونه ووايي، چې د ايران رهبرۍ څه كارونه كړي او څه ډول يې دغه هېواد ته ضربه رسولې ده.
د واشنګټن او تهران ترمنځ كړكېچ وروسته له هغې زيات شو، چې د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ تېر ميلادي كال د ايران له اټومي هوكړې ووت او پر دې هېواد يې بېرته بنديزونه ولګول.


