د ليبيا په سواحلو كې د كډوالو لېږدوونكې كښتۍ د ډوبېدو له كبله لږ تر لږه ۱۱۶ تنه ورك شوي دي.
د ليبيا د سمندري ځواكونو وياند ايوب قاسم وايي، ۱۳۲ نور كډوال د ساحلي ګارد او ځايي كب نيوونكو له لوري ژغورل شوي دي.
نوموړي د ژغورل شوو كسانو له قوله وويل، په يادې كښتۍ كې له ۲۰۰ زيات كډوال سپاره وو.
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د كډوالو چارو ادارې اعلان كړى و، چې ښايي په دغه پېښه كې نېږدې ۱۵۰ تنو خپل ژوند له لاسه وركړى وي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د ۲۰۱۹م ميلادي كال له پيله تراوسه د مديترانې په سمندر كې ۶۰۰ پناه غوښتونكو خپل ژوند له لاسه وركړى دى.


